ننګرهار کانال شرکت کې د زیتونو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۹:۲۵
ننګرهار کانال شرکت کې د زیتونو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې

د ننګرهار دکانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې کانال اړوندو فارمونو کې د زیتونو بڼونو د حاصلاتو زیاتولي په پار هلې ځلې کوي.
د ننګرهارکانال شرکت د هډې فارم امر انجنیر سیداغا میاخېل وایي، چې په پلانې زیتون بڼونو کې د زیتونو د لوړ حاصل په موخه یې د مفت خورو د قطع کولو فعالیت پېل کړی دی.
انجنیر سیداغا میاخېل وویل، چې د ښاخبرۍ چارې د پلان له مخې ۲۵۰ هکټاره زیتون بڼونو کې اصلاحي ((مزاحم، وچ، ناروغ او داسې نور) څانګې غوڅې او ښآخبري به په کې ترسره شي.
نوموړي وویل، چې مفت خواره / مفت خورې د زیتون بوټي ته د غذا د رسېدو مخنېوي کوي ځکه د بوټي ټوله غذا همدا مفت خواره خوري، د مفت خورو نمو د اصلي بوټي نه تېزه وي. 
هغه زیاته کړه: «ددې لپاره چې موږ د زیتونو پراخه حاصلات ولرو او زیتون بوټي ښه وده وکړي نو اړينه ده، چې دا مفت خورې قطع شي، په همدې موخه موږهم په یادو زیتون باغونو کې د مفت خورو د قطع کولو چارې چټکې روانې کړي».
زیتون له مدیترانه یي نباتاتو څخه دی، چې کال کې یووار ترې حاصل راټولېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت