مالي او اداري مرستیال د هرات ولایت د اردوخان څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۶:۵
مالي او اداري مرستیال د هرات ولایت د اردوخان څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه

۲۶ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، چې مشري یې ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» کوي، د هرات ولایت د اضافي غنمو د پېرلو او زېرمه کولو په موخه  دغه ولایت ته د سفر په ترڅ کې، د اردوخان څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فارم د بیارغونې او د حاصلاتو د ودې پر اهمیت ټینګار وکړ. د اردوخان څېړنیز فارم نږدې ۲۰۰ هکتاره مساحت لري، چې په کې مختلف ډولونه غنم کښت او څېړل کېږي.
په دې فارم کې د غنمو، جوارو، مۍو او سویابین تخمونه تجزیه او تحلیل کېږي. د فارم په لابراتور کې د نباتاتو مختلفو ناروغیو ته کتنه کېږي. سربیره پر دې، په یاد فارم کې سابه لکه بېنډۍ(لېړو)، رومیان، تور بانجان او پیاز هم کرل کېږي. انگور، شفتالو، مڼې، زردآلو او شلیل هغه مېوې دي، چې په دې فارم کې موجودې دي.

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از فارم تحقیقاتی زراعتی اردوخان ولایت هرات 
۲۶ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سرپرستی ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که به منظور خریداری و ذخیره گندم مازاد ولایت هرات به آن ولایت سفر کرده است از فارم تحقیقاتی اردوخان بازدید کرد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت در جریان بازدید از این فارم تحقیقاتی، بر احیا و رشد حاصلات در این فارم تحقیقاتی تاکید کرد.
فارم تحقیقاتی اردوخان حدود ۲۰۰ هکتار مساحت دارد که در آن ورایتی‌های مختلف گندم کشت و تحقیق می‌شود.
برعلاوه در این فارم تخم بذری گندم، جواری، ماش و سویابین تجزیه و تحلیل می‌شود.در این فارم لابراتوار تحقیقاتی وجود دارد که امراض مختلف نباتی را مورد بررسی قرار می‌دهند.هم چنان در فارم تحقیقاتی اردوخان سبزیجات مانند بامیه، بادنجان رومی، بادنجان سیاه و پیاز  نیز کشت می‌شود.انگور، شفتالو، سیب، زردآلو و شلیل میوه جاتی است که در این فارم وجود دارد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت