د هرات د درېیو کرنیزو او حیواني لابراتوارونو څخه د مالي او اداري مرستیال لیدنه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۵:۵۹
د هرات د درېیو کرنیزو او حیواني لابراتوارونو څخه د مالي او اداري مرستیال لیدنه 

۲۶ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» هرات ولایت ته په خپل سفر کې د درېیو کرنیزو او څارویو د روغتیا لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې مالي او اداري مرستیال د لابراتوارونو د فعال ساتلو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ او د کرنیزو ځمکو اوبولګولو خدماتو وړاندې کول د وزارت او د ولایتونو د کرنې ریاستونو اساسي موخې دي.
د څارویو د روغتیا لابراتوار کې د څارویو واکسینونه څېړل او تحلیل کېږي. د زعفران د ازمېښت په لابراتوار کې د زعفران کیفیت او اصلیت ارزول کېږي او سوداګرو ته یې سرتیفکیټ ورکول کېږي. په کرنیز څېړنیز لابراتوار کې د غنمو، اوربشو، جوار او سویابین بېلابېل ډولونه څېړل کېږي.

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از سه لابراتوار زراعتی و حیوانی در هرات  
۲۶ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت هرات  از سه لابراتوار زراعتی و صحت حیوانی  در آن ولایت بازدید کرد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت ضمن تاکید بر فعال نگهداشتن لابراتوارها گفت:« ارایه خدمات زراعتی، مالداری، باغداری و آبیاری زمین‌های زراعتی از اهداف وزارت زراعت و ریاست‌های زراعت ولایات است.» 
در لابراتوار صحت حیوانی، واکسین حیوانات را بررسی و تجزیه و تحلیل می‌نمایند.
در لابراتوار آزمایش زعفران، کیفیت و اصلیت زعفران را مورد بررسی قرار می‌دهند و برای تاجران آن سرتیفکیت توزیع می‌گردد.
اما در لابراتوار تحقیقاتی زراعتی ورایتی‌های مختلف گندم و تخم جو، جواری و سویابین تحقیق صورت می‌گیرد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت