کندهار ته دکرنې وزارت د ځنګلونو  رییس سفر

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۳:۴۰
کندهار ته دکرنې وزارت د ځنګلونو  رییس سفر

۲۶ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو رییس ملا سراج الحق «میرویس ذاکري» کندهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې، چې د کندهار د طبیعي سرچینو آمر او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو یې ملتیا کوله، د لوړ شاولیکوټ په ولسوالی کې د منګالي فارم روانې پروژې، د یاد فارم غصب شویو ځمکو او ځنګلونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې، ترڅو د طبیعي شتمنیو ساتنه او د ځنګلونو، څړځایونو او وحشي ژویو څخه وخت پر وخت څارنه وکړي او هیچاته ددې اجازه ورنکړي، چې طبيعي زېرمې زیانمنې کړي.
باید وویل شي، چې د کندهار دکرنې ریاست چارواکو او د لوړ شاولیکوټ ولسوالی امنیتي ځواکونو له خوا په دې ولسوالی کې د طبیعي سرچینو کلکه څارنه کېږي او چاته هم اجازه نه ورکول کېږي، چې طبیعي سرچینې زیانمنې او یا د وحشي ژویو ښکار وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت