کندهار کې سلګونو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړېږي
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د بشري مرستو نړۍوالې ادارې په مالي او د اکټېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د شاولیکوټ او دامان ولسوالیو ۵۰۰ تنو هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونو جوړولو لړۍ پیل کړی دی.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې هرې ګټې اخیستونکې کورنۍ ته ۳۰ کورني چرګان، د چرګانو دانه، درمل، دانه خوري او ابخوري ورکول کېږي.
د چارواکو په خبره د چرګانو د ورکړي موخه په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه برابرول دي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو، ناروغیو مخنیوی د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي. ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.