لغمان ولایت کې ۵۰ زره څارویو ته د لمپي سکین وقایوي واکسین د تطبیق پروګرام پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۴:۱۱
لغمان ولایت کې ۵۰ زره څارویو ته د لمپي سکین وقایوي واکسین د تطبیق پروګرام پیل شو

۲۵ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان په مالي همکارۍ د مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ ۵۰ زره  څارویو ته د لمپي سکین (ال. اس. ډي) وقایوي واکسین د تطبیق پروګرام پیل شو.
دغه پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي عبدالستار محمد، یوه څاروي ته د واکسین په کولو سره پیل کړ.
مولوي عبدالستار محمد وویل چې د لمپي سکین واکسین د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان په همکارۍ د مهترلام او قرغیو ولسوالی مالدارانو څارویو ته چمتو شوی دی، چې په ترڅ کې به یې ۵۰ زره غټ او واړه څاروي واکسین شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروګرام موخه د اړمنو مالدارانو ملاتړ او د څارویو وقایوي درملنه ده، ترڅو څاروي د پوستکي د دانو له ناروغۍ څخه خوندي شي. هغه یادونه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د کرنې او خوړو نړیوال سازمان په همکارۍ دغه واکسین په پاتې ولسوالیو کې هم پلی شي. 
مولوي عبدالستار محمد له مالدارانو وغوښتل، چې د واکسین د تطبیق په برخه کې دې له سیمهییزو ډاکټرانو سره همکاري وکړي، ترڅو دا پروسه په ښه توګه ترسره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت