د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۲:۳۵
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د فاریاب د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل.
په دې کتنه کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند وویل: «له مراجعینو سره ښه چلند وکړئ، نوي عایداتي سرچینې پیدا کړئ، د امارتي ملکیتونو ساتنه وکړئ او د لنډ مهال لپاره یې په اجاره ورکړئ، مخابراتي انټنونه تشخیص او تثبیت او پورونه یې خلاص کړئ، د عشر او زکات په راټولولو کې پاکه اراده، د ځنګلونو ساتنه او  او د اسلامي امارت ملاتړ وکړئ.»
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال زیاته کړه، زموږ اصلي موخه د بزګرانو د اضافي غنمو پېرل او زېرمه کول دي، ددغو غنمو د پېر او پروسس په برخه کې مرسته وکړئ.
کارکونکو سره د غونډې په څنډه کې، د بیې ټاکنې او معاینې«نمونې اخیستنې» کمېټه هم وګمارل شوه.
په دې کمېټه کې د کرنې او د صنایعو او سوداګرۍ ریاستونو او دغه راز د فاریاب ولایت د مقام، مستوفیت او سیلو استازي شامل دي.

معین مالی و اداری وزارت زراعت با کارمندان ریاست زراعت ولایت فاریاب دیدار کرد
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت فاریاب با رییس و کارمندان ریاست زراعت ولایت فاریاب دیدار کرد.
در جریان این دیدار ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت گفت:« با مراجعین به شیوه نیک رویه نمایید، منابع جدید عایداتی را پیدا کنید، در جمع آوری عشر و زکات خلوص نیت داشته باشید، جنگلات را محافظت نمایید و زمینهای امارتی که از غصب خلاص شده است به اجاره دهید، آنتن های مخابراتی را تشخیص و تثبیت نموده مقروضات آن را خلاص کنید و از امارت اسلامی حمایت کنید.»
معین مالی و اداری وزارت زراعت اضافه نمود، هدف اصلی ما خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین است در خریداری و پروسه آن کمک نمایید.
در حاشیه دیدار با کارمندان، کمیته تعیین قیمت و معاینه (سمپل گیری) در این ولایت نیز تعیین شد.
این کمیته شامل، نماینده‌گان از ریاست زراعت، صنعت و تجارت، سیلوها، مستوفیت و مقام ولایت فاریاب می‌باشند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۳۷
Background image

فراه کې ۱۴۸ مستحقو بزګرانو ته د کرنې او بڼوالۍ اړوند مرستې وویشل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «سی‌اچ‌اې» مؤسسې له لوري او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۲
Background image

د ننګرهار کوز کونړ ولسوالی کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شويو غنمو د تخم وېش لړۍ پیل شوه

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف.اې.او»  په مالي لګښت او د «نوي مشورتي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

پکتیکا کې ۱۲۱۰ کسانو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې 

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د ګومل او جانیخیل ولسوالیو په سیمو کې د خوړو نړۍوال پروګرام. . .

بازگشت