هلمند کې سلګونه څاروي د طاعون پر وړاندې واکسین شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۰:۳۶
هلمند کې سلګونه څاروي د طاعون پر وړاندې واکسین شو

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د هالنډ کمیټې په مالي مرسته په مرکز لښکرګاه او مالدار مېشتو ولسوالیو کې د طاعون یا چیچک ناروغۍ د مخنیوي په پار د واکسین کمپاین پیل شوې وه، چې په ترڅ کې یې ۱۵۰۰ څاروي د طاعون پر وړاندې واکسین شوي دي.
د واکیسن دغه لړۍ په ننداریز ډول د هغو مالدارانو مالونو ته ورکړل شوي، چې له ٤٠ څخه کم کوچني حيوانات ولري، او هغه شمېر مالداران چې له یادې اندازې په زیات شمېر څاروي ولري بايد له دغه کمپاين څخه په الهام اخیستلو د خپلو څارویو لپاره ياد واکسينونه وپيري او په تطبيق سره يې خپل څاروي له دغو وژونکو ناروغيو څخه وژغوري.
ددغو واکسینونو په تطبیق سره به په دې ولایت کې د شخوند وهونکو څارویو د خوندیتوب کچه لوړه شي، چې په نېغه به د مالدارانو له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت