د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د سرپل ولایت له کروندګرو سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۵:۵۷
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د سرپل ولایت له کروندګرو سره وکتل

۲۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» سرپل ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت له یو شمېر بزګرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال بزګرانو ته وویل: «زموږ اصلي موخه د بزګرانو د ستونزو اورېدل او ورته د حل لار پیداکول دي. د عالي قدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان دی، چې د بزګرانو اضافي غنم وپېرل او زېرمه شي، دا له کروندګرو سره مستقیمه مرسته ده.»
 په همدې حال کې د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار وویل:«د سرپل په ولایت کې ۷۴۹ مټریک ټنه اضافي غنم شته چې په مستقیم ډول له کروندګرو څخه پېرل کېږي او زېرمه کېږي، د لېږد را لېږد ټول لګښتونه یې دکرنې وزارت پر غاړه ده.»
د سرپل د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر داملا شریف الله مصدق د کرنې وزارت د پروګرام ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د بزګرانو د اضافي غنمو اخیستل او زېرمه کول له بزګرانو سره مستقیمه او ګټوره مرسته ده.
د الجهاد ولسوالی یو تن بزګر ملایعقوب وویل: «موږ د کرنې وزارت له نوي پیل شوي پروګرام څخه خوښ یو. پر للمي او اوبیزو کروندګرو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو وېشل اړین دي، کوپراټیفونه دې جوړ شي.»
د سرپل ولايت د سيداباد ولسوالی د سلطان محمد د کلي مشر وويل: «د اوبو کمښت، د کیمیاوې سرې او د آفت وژونکو درملو نشتون ددې سیمې د بزګرانو ستونزې دي، د سرپل کروندګر پياز کري، خو د حاصلاتو په موسم کې يې بيې ټیټې وي.»
هغه زياته کړه، چې د اضافي غنمو پېرل بې سارې پروګرام دى، خلک نه شي کولاى غنم نورو سیمو ته ولېږدوي او په خپله سیمه کې یې په ټيټه بيه پلوري، دکرنې وزارت دا کار ډېر ښه کار دی.
د کرنيزو ماشينونو نشتوالى، د اصلاح شويو کرنیزو تخمونو کمښت، د کیمیاوي سرې نشتون اویا د بیې لوړوالی، د څارویو د درملو او واکسینونو او ترڅنګ یې د نباتي افت وژونکو نشتون ددې ولایت د بزګرانو او مالدارانو سترې ستونزې دي.

معین مالی و اداری وزارت زراعت با دهاقین ولایت سرپل دیدار کرد
۲۰ سنبله ۱۴۰۳هـ.ش
ملا آغاجان آخند (حاجی سالم) معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت سرپل با شماری از دهاقین  آن ولایت دیدار کرد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت  در این دیدار به دهاقین گفت:« هدف اصلی ما شنیدن مشکلات دهاقین و حل آن است، عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله  فرمان داده است که گندم مازاد دهاقین را خریداری و ذخیره سازی نمایید، این یک کمک مستقیم به دهاقین است.»
در همین حال، مولوی قدرت الله حقیار رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت گفت:« هفتصد و ۴۹ متریک تن گندم مازاد در ولایت سرپل وجود دارد که مستقیم از دهاقین خریداری و ذخیره سازی می‌شود، تمام مصارفات انتقال به دوش وزارت زراعت است.»
داملا شریف الله مصدق آمر امور زراعتی ریاست زراعت سرپل از برنامه وزارت زراعت قدردانی نمود خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین را کمک مستقیم و موثر به دهاقین بیان کرد.
ملا یعقوب یکتن از دهاقین ولسوالی الجهاد گفت:« از برنامه جدید که توسط وزارت زراعت راه اندازی شده خوشحالیم، توضیح تخم اصلاح شده بذری برای گندم کاران آبی و للمی مهم است، کوپراتیف شکل گیرد.»
سلطان محمد قریه دار ولسوالی سید آباد ولایت سرپل گفت:« کمبود آب، نبود کودکیمیاوی، آفتکش های نباتی، دهاقین سرپل پیاز کشت میکنند اما در فصل برداشت قیمت ناچیز میشود.»
وی افزود، خریداری گندم مازاد یک برنامه بی پیشینه است مردم نمی‌تواند گندم را به انتقال دهد و به قیمت پایین در منطقه می‌فروشند این اقدام وزارت زراعت خیلی خوب است.
نبود ماشین آلات زراعتی، نبود تخم اصلاح شده بذری، قیمت بودن و یا عدم توزیع کودکیمیاوی، نبود دوا و واکسین حیوانی و آفتکش های نباتی از مشکلات دیگر دهاقین و مالداران در این ولایت است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲
Background image

د ننګرهار وادي شرکت په فارمونو کې د غنمو د لو بهیر پیل شو

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په اړوندو فارمونو کې د غنمو د لو مراسم ترسره شول، چې پکې د یاد شرکت او بېلابېلو څانګو مسؤولینو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۴۲
Background image

د کندهار بولدک کي د ځنګلي بوټو د ناقانونه پریکولو او انتقال مخه ونیول شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر مشرۍ لاندي د سپین بولدک ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو د ساتني مسؤل او امنیتي مسؤلینو سره په کډه همکاری د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲
Background image

د کرنې وزارت او هالند کمېټې ترمنځ د مالدارۍ نوې پروژې د پلي کېدو پهپار د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست او د افغانستان لپاره د هالند کمېټې (Danish Committee for Aid to Afghan. . .

بازگشت