پکتیا کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۴:۲۶
پکتیا کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي د استازو په ګډون سکټوري غونډه دائره شوه.
په یاده غونډه، چې د پکتیا دکرنې رییس مولوی سید امین هاشمي په مشرۍ ترسره شوه، پکې د کلیوبیارغونې او پراختیا رياست، چاپېریال ساتنې ریاست، د سیدیزې حوزې، ریاستونو استازو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست آمرينو او د افغانستان لپاره د ناروی کمیټه، هېلټو، د افغانستان لپاره د هالند کمیټه، آی،آرسي، او،آرډي، ګالو، پاملرنه او د  اړیکو دفتر  پروژو مسؤلينو  ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د پکتیا د کرنې رییس هاشمي د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل، چې کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلي هاشمي زياته کړه چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ په لوړ کيفيت سرته ورسوي.
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل راتلونکي پلانونه يې د غونډې له ګډونوالو سره هم شريک کړل.
د یادوني وړ ده، چې د کرنې سکتوري غونډه په میاشت کي یو ځل د اداراتو او اړونده مؤسسو د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲
Background image

د ننګرهار وادي شرکت په فارمونو کې د غنمو د لو بهیر پیل شو

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په اړوندو فارمونو کې د غنمو د لو مراسم ترسره شول، چې پکې د یاد شرکت او بېلابېلو څانګو مسؤولینو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۴۲
Background image

د کندهار بولدک کي د ځنګلي بوټو د ناقانونه پریکولو او انتقال مخه ونیول شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر مشرۍ لاندي د سپین بولدک ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو د ساتني مسؤل او امنیتي مسؤلینو سره په کډه همکاری د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲
Background image

د کرنې وزارت او هالند کمېټې ترمنځ د مالدارۍ نوې پروژې د پلي کېدو پهپار د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست او د افغانستان لپاره د هالند کمېټې (Danish Committee for Aid to Afghan. . .

بازگشت