هلمند کې سلګونو فارم لرونکو ته د چرګانو د خوراکي توکو ترڅنګ روزنه ورکړل شوه
۲۰ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا، په داسې حال کې، چې د هلمند ولایت دکرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت هم شتون درلود، ددې ولایت ٢٧٠ تنو د چرګانو فارم لرونکو سره د چرګانو د خوراکي توکو مرسته وشوه.
ددې مرستې په وېش غونډه کې، د هلمند دکرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر وویل؛ ددې لپاره چي هلمند کي د چرګانو فارم لرونکي په خپلو پښو ودرېږي، ددوی ملاتړ او حمایت وشي، تر دې وړاندي نوموړیو فارم لرونکو ته د چرګانو د ښې روزني، د ناروغیو مخنیوی او درملنې، د محصولاتو راټولولو او بازار ته د وړاندې کولو او د کیفیت او کمیت له پلوه د چرګانو فارمونو د روزلو په اړه زده کړې هم ورکړل شوي دي، چې اوسمهال د هر فارم مسؤل ته ٦ بوجۍ د چرګانو خوراکه هم ووېشل شوه.
دغه مرستې د کرنې ځنځیري ارزښت مؤسسې په مالي همکارۍ چمتو شوې وه، چې یاده مؤسسه تر دې وړاندې هم په ګڼو نورو برخو کې مرستې او همکارۍ تر سره کړي دي.
د هلمند ولایت دکرنې ریاست هڅه کوي، چې په دې ولایت کې خصوصي سکټور ته وده او پراختیا ورکړي، ترڅو د کورنيو محصولاتو صادرات مو پیاوړي او د بې کیفیته وارداتو کچه ټیټه شي.