د خوست مرکز کې قومي مشرانو سره د عشر او زکاتو راټولولو په موخه ناسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۳:۵۴
د خوست مرکز کې قومي مشرانو سره د عشر او زکاتو راټولولو په موخه ناسته وشوه

۲۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست دعشراوزکات چارواکو د خوست ولایت مرکز اړوند د شمل فارم د بېلابېلو کلیو له قومي مشرانو سره د عشر او زکات د راټولولو په هکله جلا جلا ناستې ترسره کړل.
یادې ناستې چې د «پیرانو، عشري، لټک، شنکي ټغر، شمل پاس پیرانو، شمل ګربز، شمیل صبریو او یوشمېر نورو کلیو» له قومي مشرانو سره ترسره شوې، د عشراوزکات راټولولو چارواکو له خوا د عشر اوزکات د راټولولو په هکله د امیرالمؤمنین حفظه الله ځانګړی حکم محتوا  قومي مشرانو ته بیان کړ همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې عشراو زکات ورکول یو الهي امر یاد کړل او زیاته یې کړه، چې ددې الهي امر په ترسره کولو کې باید ټول مسلمانان خپله غاړه خلاصه کړي او په دې اړه یې د اسلامي شریعت په رڼا کې ارزښت لرونکې خبرې وکړي.
 همداراز قومي مشرانو ته وویل هغه کسان چې خپلو ځمکو له حاصلاتو څخه اسلامي امارت ته عشر ورکړي له دوی سره به د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست له خوا هر اړخیزې مرستې ووشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت