ننګرهار کې د چرګانو روزنې صنعت ته د پراختیا په موخه ۱۴۰ تنو ته روزنه ورکړل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۳:۳۶
ننګرهار کې د چرګانو روزنې صنعت ته د پراختیا په موخه ۱۴۰ تنو ته روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ ستاسو غږ (وای،وی،او) مؤسسې له لورې په کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې ۱۴۰ تنو مېرمنو او نارینوو ته درې ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.
د ستاسي غږ مؤسسې مسؤل فرهاد علي وویل د کورني اقتصاد پیاوړتیا او د چرګانو صنعت ته د پراختیا په موخه یې په کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې ۱۴۰ تنو ته د چرګانو پالنې ارزښت، خوراکي، واکسینونواستعمال، د هګیو چرګانو د اوبو اړتیا، دتغذي پلان، د خوراکي کمول او ګڼو نورو برخو کې روزنه ورکړل شوه.
ښاغلي علي وویل دوی په راتلونکی کې یادو کسانو ته ۳۰ د هګیو چرګان، ۱۵۰ کیلو ګرامه خوراکه، دانه خوري، آب خوري، دروازه، کړکۍ، جالۍ او نور اړونده وسایل هم ورکول کېږي، نوموړي وویل دوه میاشتي وروسته هر یو ته ۷۵ ډالره د چرګانو پالنې او روزنې په موخه ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت