د کندهار معروف کې چکډېمونه او استنادي دېوالونه جوړېږي
۱۹ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د «ډي،آر،سي» مؤسسې په همکارۍ د معروف ولسوالی په ځینو کلیو کې د سېلابونو مخنیوي او اوبو زېرمې لپاره چکډېمونه او استنادي دېوالونه جوړېږي.
دغه چکډېمونه او استنادي دېوالونه د کندهار ولایت د معروف ولسوالی په پنځو کلیو کې جوړېږي، چې د سروې چارې یې بشپړ شوي دي او ډېر ژر به یې رغنیزې چارې هم پیل شي.
دغه چکډېمونه او استنادي دېوالونه چې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو د مدیریت په موخه جوړېږي، تر څنګ یې د یادې ولسوالی لسګونه اوسېدونکو ته د لنډې مودې لپاره د کار زمينه هم برابرېږي.
د ا.ا.ا انډولیزي پراختیا ته ژمن دی او له همدې کبله یې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د یوه-یوه چکډېم د جوړېدو پرېکړه کړې ده، چې ډېری یې رغول شوي دي او پاتې نور یې هم د بشپړېدو په حال کې دي.