جلال آباد ښار کې د لر سپین غر مالدارۍ شرکت درمل پلورنځۍ او کړنو څخه څارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۰:۳
جلال آباد ښار کې د لر سپین غر مالدارۍ شرکت درمل پلورنځۍ او کړنو څخه څارنه وشوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او څارویو روغتیا امریت امر داکتر محمد ضمیر بهسودي چې مسلکي او تخنیکي مسؤلینو یې ملتیا کوله جلال آباد ښار کې لر سپین غر د مالدارۍ شرکت څخه څارنه ترسره کړه.
د څارویو روغتیا او مالدارۍ امر داکتر محمد ضمیر بهسودی وویل د کرنې ریاست د لارښوونې مطابق د جلال آباد ښار دلر سپین غر شرکت کې اسنادو، جوازونو او مالدارۍ پیاوړتیا لپاره د درمل پلورنځي مختلفو برخو څارنه وکړه.
نوموړي زیاته کړه د یاد شرکت د څارنې موخه دنیمګړتیاوو په نښه کول، درملو کیفیت، تاریخ تېري درملو معلومول، درملو ارزول، واکسینونو کولډ چین سیستم مراعتولو، ناروغیو مطابق موثرو درملو سپارښتنو او مالدارانو درملو ګټو او تاوانونو لاروښونو کولو په پار ترسره شو.
ښاغلي بهسودي د لرسپین غر شرکت مسؤلینو ته دمسلکي کسانو ګمارلو، پرچون درملو پلورلو د جواز اخېستلو، د درمل پلورنځي پاکوالي او ګڼو نورو برخو کې لازمي سپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت