د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د جوزجان د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۴:۱
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د جوزجان د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل

۱۸ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملااغاجان اخند «حاجي سالم» جوزجان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د جوزجان د کرنې ریاست له رییس قاري عبدالقادر وحدت او د یاد ریاست له کارکوونکو سره وکتل.
په دې کتنه کې مالي او اداري مرستیال د جوزجان د کرنې ریاست کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې له مراجعینو سره ښه چلند وکړي او دوی یې وهڅول، چې خپل صورت او سیرت په شریعت برابر کړي.
ملا اغاجان اخند وویل: «د عایداتي سرچینو زیاتوالي په پار هلې ځلې وکړئ، مخابراتي انټنونه تشخیص او تثبیت کړئ او د عشر او زکات راټولولو کې مرسته وکړئ، د دولتي ځمکو ساتنه وکړئ او د لنډ مهاله لپاره یې په اجاره ورکړئ.»
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د جوزجان ولایت د کروندګرو اضافي غنم وپېرل او زېرمه شي.

معین مالی و اداری وزارت زراعت با رییس و کارمندان ریاست زراعت ولایت جوزجان دیدار کرد
۱۸ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت جوزجان با قاری عبدالقادر وحدت رییس و کارمندان ریاست زراعت ولایت جوزجان دیدار کرد.
در این دیدار، معین مالی و اداری کارمندان ریاست زراعت جوزجان را به صورت سیرت خوب و رویه نیک با مراجعین توصیه کرد.
هم چنان ملا آغاجان آخند گفت:«در افزایش منابع عایداتی کوشش نمایید، آنتن‌های مخابراتی را تشخیص و تثبیت نمایید و در انسجام جمع آوری عشر و زکات کمک نمایید و زمین‌های دولتی را حفظ و به اجاره دهی کوتاه مدت دهید.»
این در حالیست که قرار است گندم مازاد دهاقین ولایت جوزجان  خریداری و ذخیره سازی شود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت