د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د قوش تیپې کانال څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۶:۲
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د قوش تیپې کانال څخه لیدنه وکړه

۱۷ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند«حاجي سالم» د بلخ ولایت په کلدار ولسوالی کې د قوش تیپې کانال له سر بند څخه لیدنه وکړه.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د قوش تېپې کانال د تاریخ په اوږدو کې یوه ستره لاسته راوړنه وبلله، چې په بشپېړو سره یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي او افغانستان به ځان بسیاینې ته نږدې کړي.
ددې لیدنې په ترڅ کې د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس، د کرنې وزارت د اسټراټژیکو زېرمو رییس، دکرنې وزارت د جنسي محاسبې آمر، د مالي او اداري مرستیالۍ سلاکارانو، مالي مسوول او یوشمېر نور کارکوونکي د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوله.

معین مالی و اداری وزارت زراعت از کانال قوش تپه بازدید کرد
۱۷ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از سربند کانال قوش تیپه در ولسوالی کلدار ولایت بلخ بازدید نمود.
معین مالی و اداری وزارت زراعت، کانال قوش تپه را یک دست آورد بزرگ در تاریخ خوانده که با تکمیل شدن آن هزاران جریب زمین زراعتی ایجاد و افغانستان به  خودکفایی نزدیک میشود.
در جریان بازدید، معین مالی و اداری وزارت زراعت را رییس صنعت و تجارت ولایت بلخ، رییس ذخایر استراتژیک، آمر محاسبه جنسی وزارت زراعت، مشاورین معینیت مالی و اداری، مسوول مالی و شماری از کارمندان دیگر همراهی نمودند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

کندهار کې د بزګر او مالدار ورځې په مناسبت ځانګړي پروګرامونه ترسره شول؛ د ۱.۳ میلیونه ډالرو پراختیایي پروژې لاسته راوړنې شریکې شوې

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ادارې «یوان‌اوډي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

د کندهار ارغستان کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالی په «میوو» سیمه کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو یو چکډېم، د بشپړې تخنیکي څارنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۸:۲۵
Background image

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» له رییس او استازي، سټیفن رودریګز، سره وکتل او د کرنې، اوبو. . .

بازگشت