د کرنې وزارت د تهیې او تدارکاتو ریاست نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د روزنیز سمینار پرانیسته

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۳۹
د کرنې وزارت د تهیې او تدارکاتو ریاست نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د روزنیز سمینار پرانیسته

۱۷ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تهیې او تدارکاتو ریاست د مرکز او ولایتونو د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره دوه ورځنۍ روزنیز سمینار د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني له خوا پرانیستل شو.
دغه پروګرام د کرنې وزارت د بشري سرچینو ریاست په تالار کې د بشري سرچینو رییس مولوي عبدالولي اتقاني او د تهیې او تدارکاتو رییس مولوي عبدالغفور بخاري په حضور کې پیل شو.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دغه پروګرام په پرانستونکې وینا کې وویل، ستاسو په کارونو کې صداقت، اخلاص او روڼتیا به بزګرانو او مالدارانو ته د ښه خدمت زمینه برابره کړي او د ټولنې دغه دوه مهمې برخې به ترې ګټه پورته کړي. نوموړي په چارو کې د اسلامي اصولو او احکامو په رعایت هم ټینګار وکړ.»
ورپسې د کرنې وزارت د بشري سرچینو رییس او د تدارکاتو رییس هم خبرې وکړې او حاضرو کارکوونکو ته یې وویل، چې د دغه پروګرام په ترڅ کې دې هڅه وکړي، چې د یاد پروګرام له موضوعاتو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي او په سمینار کې د موضوعاتو له زده کولو وروسته دې یاد موضوعات په خپلو رسمي چارو کې وکاروي.

افتتاح سمینار آموزشی برای کارکنان جدید التقرر ریاست تهیه و تدارکات وزارت زراعت 
۱۷ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
سمینار آموزشی دو روزه برای کارکنان جدید التقرر مرکز و ولایات ریاست تهیه و تدارکات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  از سوی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری افتتاح گردید.
این برنامه در تالار ریاست منابع بشرری وزارت زراعت و با حضور مولوی عبدالولی اتقانی رئیس منابع بشری و مولوی عبدالغفور بخاری رئیس تهیه و تدارکات آغاز شد.
معین زراعت و مالداری در افتتاح این برنامه به سخن‌رانی پرداخته اظهار داشت که اخلاص، صداقت و شفافیت شما در کارها بستر خدمت‌گزاری بهتر را برای دهقانان و مالداران آسان‌تر می‌سازد و این دو بخش مهم جامعه از آن مستفید می‌شوند وی تاکید به رعایت اصول اسلامی و قوانین تدارکاتی در کارها  نیز کرد.
بعد از آن رئیس منابع بشری و رئیس تدارکات وزارت زراعت نیز صحبت نموده به کارمندان حاضر اظهار داشتند که در جریان این برنامه کوشش نماین از آن  استفاده موثر نموده و پس از فراگیری موضوعات مطرح شده در سمینار آن را در پیش برد امور رسمی به کار گیرند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

بازگشت