بلخ ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۰:۲۶
بلخ ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

۱۷ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال والي مولوي نور الهادي ابو ادریس او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو سره یې وکتل.
دغه ولایت ته د سفر موخه له کروندګرو څخه د اضافي غنمو پېرل او زېرمه کول، د عایداتي سرچینو زیاتوالی، د عشر او زکات راټولولو په برخه کې همغږي او د دغه ولایت د کروندګرو او مالدارانو د ستونزو حلول دي.
د کرنې وزارت مالي او اداري  مرستیال ملا اغاجان اخند په دې ناسته کې وویل:«د د امیر المؤمنین شیخ‌ هبة ‌الله‌آخندزاده حفظه الله حکم دی، چې د کروندګرو اضافي غنم دې و پېرل شي او زېرمه شي، ښاروالۍ، مستوفیت، د اقتصاد ریاست او د سیلو مسوولین ددې کار مسوول دي. دغه غنم د بزګرانو او خلکو لپاره زېرمه کېږي او په بېړنیو او کړکېچنو حالاتو او یاد په بازار کې د غنمو او اوړو بیې لوړېدو په صورت کې له دغه غنم ګټه پورته کېږي.»
د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهدي ابو ادریس وویل:«موږ ستاسو سره په کلکه همکاري کوو او د غنمو د بیو د کنټرول او قاچاق په برخه کې پوره ډاډ درکوو، خو د غنمو د پېرلو پر ځای باید څېړنیز فارمونه او دولتي ځمکې وکرل شي او غنم یې زېرمه شي دا یو ښه حل لار ده .»
د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار له کروندګرو څخه د اضافي غنمو د اخیستلو او زېرمه کولو تدارکاتي پروسه تشریح کړه او د اړوندو بنسټونو پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.
د بلخ ولایت له بزګرانو څه باندې ۳۰۰۰ مټریک ټنه اضافي غنم پېرل کېږي او د یاد ولایت په سیلو کې زېرمه کېږي، په داسې حال کې چې په بغلان، کندز او تخار ولایتونو کې هم له کروندګرو څخه د اضافي غنمو د پېرلو او زېرمه کولو لړۍ پیل شوې ده.

معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت بلخ سفر کرد
۱۷ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت بلخ سفر نموده با مولوی نورالهادی ابو ادریس معاون والی و شماری از کارمندان محلی این ولایت دیدار کرد.
هدف از سفر به این ولایت، خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین، افزایش منابع عایداتی، انسجام در جمع آوری عشر و زکات و حل مشکلات دهاقین و مالداران آن ولایت عنوان شده است.
ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت در این دیدار گفت:« حکم عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله است تا گندم مازاد دهاقین خریداری و ذخیره سازی شود، شاروالی، مستوفیت، ریاست اقتصاد و مسوولین سیلو مسوول این کار اند، این گندم از دهاقین است و برای دهاقین در حالات اضطراری، بحرانی یا بلند رفتن قیمت آرد با گندم دوباره استفاده میشود.»
مولوی نورالهادی ابو ادریس معاون والی ولایت بلخ در این باره گفت:« ما با شما همکار هستیم و اطمینان کامل در کنترول قیمت و قاچاق گندم می‌نماییم، اما به جای خریداری گندم فارم های تحقیقاتی و زمین های دولتی کشت شود و گندم آن ذخیره سازی شود راه حل خوبی است.»
مولوی قدرت الله حقیار رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت روند تدارکاتی خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین را بیان کرده و بر حمایت نهادهای ذیربط تاکید کرد.
بیش از سه هزار متریک تن گندم مازاد دهاقین در ولایت بلخ خریداری و در سیلو این ولایت ذخیره سازی می‌شود، این در حالیست که روند خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین در ولایت های بغلان، کندز و تخار نیز آغاز شده است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت