خوست کې د مالدارۍ سکټور پراختیا او بې وزله کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار یوشمېر کورنیو سره مرشته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۰:۳۷
خوست کې د مالدارۍ سکټور پراختیا او بې وزله کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار یوشمېر کورنیو سره مرشته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت تر څار لاندې د افغان پرمختیایي «اې،ډي،اې» مؤسسې په همکارۍ په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور د ودې او پراختیا او د بې وزله کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار پر یوشمېر کورنیو «وزې، اوښ مارغه، کبان» او د څارویو خوراکي او اړین توکي وېشل شوي دي.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وویل، چې ددې پروګرام په پلي کولو سره د خوست ولایت د یوشمېر مالدارانو ستونزې هوارې او د بې وزله کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ته به زمینه برابره شي.
ددې پروګرام د پلي کېدو موخه د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا او په ټوله کې د بې وزله کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ته زمینه بربرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت