د کرنې او مالدارۍ مرستیال د جیوکیم شرکت له چارواکو سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۴:۲۹
دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان شرکت جیوکیم

۱۳ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د جیوکیم خصوصي شرکت له چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې د دغه شرکت مسوولینو د کیفیت د کنټرول، د کرنیزو درملو، خوراکي توکو او نورو برخو کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه او د کرنې له وزارت څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د یاد شرکت د کاري وړاندیز هرکلی وکړ او د یاد شرکت په کاري بهیر کې یې د اغېزمنتیا او روڼتیا د تامین غوښتنه وکړه.
د جیوکیم شرکت د نفتي موادو د کنټرول په برخه کې فعالیت لري، چې په افغانستان کې د کیفیت د کنټرول پراخه مخینه او تجربه لري.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان شرکت جیوکیم
۱۳ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با مسوولان شرکت خصوصی جیوکیم دیدار کرد.
در این دیدار مسوولان شرکت متذکره علاقمندی شان را مبنی بر کنترول میزان کیفیت، ادویه های زراعتی، مواد غذایی و سایر بخش‌های بیان نموده و خواستار همکاری با وزارت زراعت شدند.
در همین حال معین زراعت و مالداری از پیشنهاد کاری شرکت متذکره استقبال کرده و خواستار تامین موثریت و شفافیت در روند کاری شرکت متذکره شد.
شرکت جیوکیم در بخش کنترول مواد نفتی فعالیت دارد که پیشینه کاری  زیادی در قسمت کنترول کیفیت در افغانستان دارد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت