لغمان کې د سېلابونو له امله زیانمن شویو ۶۰ بزګرانو سره د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو مرسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۳:۳۰
لغمان کې د سېلابونو له امله زیانمن شویو ۶۰ بزګرانو سره د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو مرسته وشوه

۱۲ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په مالي او د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالی پر هغه ۶۰ بزګرانو چې د سېلابونو له امله زیانمن شوي ؤ د جارو او مۍ اصلاح شوي تخمونه، توره او سپینه سره او کرنیز توکي وېشلي دي.
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې دمرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ ۶۰ هغه بزګران چې د سېلابونو د راوتلوله کبله د دوی فصلونه لمنځه تتللي  او زیانمن شوي ؤ هر بزګر ته 25 کیلوګرامه سپینه، 15 ګرامه توره سره،15  کیلوګرامه  د جوارو اصلاح شوي تخم او 7 کیلوګرامه دمۍ اصلاح شوی تخم او د دې سربېره د وسایلو په برخه کې یو عدد بیلچه، تسکوره او یو عدد کشه شامله ورکړل شوي دي.
په ورته مهال د لغمان د کرنې رییس د اکشن ایډ مؤسسې او دملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې دغه مرسته یې زیانمن شوو بزګرانو ته چمتو کړې وه.  ښاغلي محمد د مؤسسې او دیاد دفتر له مسؤلینو وغوښتل، چې د پاتې نورو ولسوالیو زیانمن شويو بزګرانو سره دې هم دېته ورته مرسته وشي هغه زیاته کړه چې دغه مرسته دلغمان ولسونو لپاره بسنه نکوي نورو مرستو ته دې لا هم دوام ورکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

بازگشت