د ننګرهار کانال شرکت رییس؛ د فارمونو ځمکې عصري کولو په پار هلې ځلې کوو
۱۲ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار کانال شرکت رییس ملا محمد نعیم اغا محمدي له مشرانو او مخورو سره په کتنه کې وویل، چې د یاد شرکت د فارمونو عصري کولو په پار هلې ځلې کوي، هغه زیاته کړه: «د کانال شرکت پنځه ګونو فارمونو عصری کولو په پآر په چټکۍ کار کوو، تقشه به یې کړو، ډیزاین به یې کړو، ثبت به یې کړو او نور اړینې چارې به ترسره کړو. ځکه دا کړنې به نه یواځې د ډېرو ځمکو د غصب مخنیوی وکړي، بلکې له برکته به يې د کانال شرکت ډېرې ځمکې بېرته را استرداد شي» .
د ننګرهار کانال شرکت ریس د ثابنې پانګې په توګه د یاد کانال دولتي املاک دهېواد په اقتصادي وده کې اغېزناکه وبلله.
په همدې حال کې دغونډې ګډونوالو د ننګرهار کانال شرکت رییس سره د هراړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.