د لوګر د کرنې رییس د سیاه کوه سیمې له مشرانو سره و کتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۵:۵۵
د لوګر د کرنې رییس د سیاه کوه سیمې له مشرانو سره و کتل

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید، مرکز ته اړوند د سیاه کوه سیمې له مشرانو سره وکتل او د طبیعي ځنګلونو د قطع کولو د مخنیوي په برخه کې یو لړ اړینې پریکړې وشوې.
لومړیو کې د سیاه کوه سیمې مشرانو د کرنې، مالدارۍ او طبیعي ځنګلونو په برخو کې خپلې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې او ترڅنګ یې یادو برخو کې د هر راز همکاریو ژمنې هم وکړې.
ورته مهال دلوګر د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید یادو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل؛ د کرنې، مالدارۍ او طبیعي ځنګلونو ساتنه او پیاوړتیا زموږ له مسؤلیتونو څخه دی او هڅه کوو، چې په دغه برخو کې د خپلو ولسونو د پرځان بسیاینې لپاره ورځ تر بلې کوټلي ګامونه اوچت کړو.
ښاغلي سعید د سیاه کوه سیمې له مشرانو غوښتنه وکړه، چې په سیمه کې له شته طبیعي ځنګلونو څخه د ساتنې برخه کې د کرنې اومالدارۍ ریاست سره پوره همکاري وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت