پکتیا کې یو شمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۵:۷
پکتیا کې یو شمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

۱۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست؛ د افغانستان لپاره د هالند کمیتې په همکارۍ ددې د ولایت مرکزګردیز پر۱۰۰ تنو اړمنو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل.
د پکتیا دکرنې رییس مولوي سیدامین هاشمي د یادې مرستندویه مؤسسې له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او مالدارانو ته یی په خطاب کې وویل: «کومه مرسته چه تاسو ته درکول کېږي باید تخنیکي لارښونو سره سم خپلو مالونو ته ورکړئ.»
باید وویل شي، چې د دې پروسې په لړ کې پر هر مالدار د څارویو ۱۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي وېشل شوی دی.
په پکتیا کې ددغه راز مرستو څخه موخه د مالدارانو لاس نیوی، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د لبني محصولاتو د زیاتوالۍ ښودل شوی دی.
ویل کېږي برابرشوي خوراکي توکي له زیاتو تغذیه کوونکو توکوڅخه جوړ شوي دي، چې د وريو په چاقولو کې به اساسي رول ولري.
هیره دی نوی یادې مرستې په داسې حال کې وېشل کېږي، چې له دې وړاندې هم ددې ولایت په ځینو ولسوالیو کې مالدارانو ته دغه شان مرستې وېشل شوې وې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت