د خوست موسی خېلو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۹:۵۱
د خوست موسی خېلو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د«ان،اې،سي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د موسی خېلو ولسوالی د ۴۰۰کروندګرو د سروې چارې پیل شوې.
دیادې پروسې په لړ کې د یادې ولسوالی ۴۰۰۰ بزګران د یوې رڼې سروې له مخې به د مستحقینو په لیست کې شامل او پر دوی به د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي.
د یادو مستحقو کروندګرو د سروې او انتخاب چارې په اړونده ولسوالیو کې د ګډې کمیټې لخوا چې په ترکیب کې یې د ولسوالی، کرنې، امنیې قوماندانۍ او استخباراتو  استازي شامل دي ترسره کېږي.
د دغو مرستو موخه په یاده ولسوالی کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.
دیادوني وړ ده، چې دغه پروسه په نورو ولسوالیو کي هم روانه ده چې زرګونه بزګران به له دغو مرستو برخمن شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د کابل د پراختیايي پلانونو په‌پار د شپږو ښارګوټو ځمکې ښاروالۍ ته وسپارل شوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، په کابل ښار کې د پراختیايي پلانونو د پلي کولو او ښاري زېربناوو د پراختیا په موخه، د شپږو ښارګوټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲
Background image

د ننګرهار وادي شرکت په فارمونو کې د غنمو د لو بهیر پیل شو

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په اړوندو فارمونو کې د غنمو د لو مراسم ترسره شول، چې پکې د یاد شرکت او بېلابېلو څانګو مسؤولینو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۴۲
Background image

د کندهار بولدک کي د ځنګلي بوټو د ناقانونه پریکولو او انتقال مخه ونیول شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر مشرۍ لاندي د سپین بولدک ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو د ساتني مسؤل او امنیتي مسؤلینو سره په کډه همکاری د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کي. . .

بازگشت