د کندهار خاکریز کې لسګونه بزګران روزل کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۰:۵۶
د کندهار خاکریز کې لسګونه بزګران روزل کېږي

د کندهار د کرنې، اوبو لګوبو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د سولې ریښې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د خاکریز ولسوالی ۸۸ تنو بزګرانو ته د بڼونو  جوړول او تنظیم، د ځمکې خړوبول، ښاخبري کول، د حاصل راټولولو لاروچارو، د کیمیاوي سرو او درمل شیندلو لارښوونې او بسته بندې کولو په برخه کې روزنه ورکوي.
د خاکریز ولسواللی د کرنې مسؤلینو یاد ۸۸ تنه بزګران په ۷ ګروپونو وېشلي، چې هر ګروپ ته په یوه اوونۍ کې یو ځل د بڼ جوړولو روزنه ورکول کېږي. ترڅو په بڼونو کې شته ستونزي حل کړي، په حاصلاتو کې یې زیاتوالي راشي، په کمو اوبو سره زیاته ځمکه خړوبه کړي او ترڅنګ حفظ الصح ته ځانګړي پاملرنه وکړي.  
 د یادونې وړ ده چې د یادو بزګرانو له ډلې یو ګروپ لس تنه بزګرانو ته د ښاخبري پر اهمیت او هرزه وښو د کنترول په برخه کې روزنه ورکړل شوه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت