د خوست سپېرې کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۹:۲۲

د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د«ان،اې،سي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د سپېرې ولسوالی د ۶۰۰کروندګرو د سروې چارې پیل شوې.
دیادې پروسې په لړ کې د یادې ولسوالی ۶۰۰۰ بزګران د یوې رڼې سروې له مخې به د مستحقینو په لیست کې شامل او پر دوی به د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي.
د یادو مستحقو کروندګرو د سروې او انتخاب چارې په اړونده ولسوالیو کې د ګډې کمیټې لخوا چې په ترکیب کې یې د ولسوالی، کرنې، امنیې قوماندانۍ او استخباراتو  استازي شامل دي ترسره کېږي.
د دغو مرستو موخه په یاده ولسوالی کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.
دیادوني وړ ده، چې دغه پروسه په نورو ولسوالیو کي هم روانه ده چې زرګونه بزګران به له دغو مرستو برخمن شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۹
Background image

د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالی کې د اوبو د سپما پروژو چارې پیل شوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د اوبو سپما، کرنیزو ځمکو خړوبولو او د اوبو د مدیریت د ښه والي په موخه د څو مهمو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
 د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو له لوري د لرګیو د ناقانونه قاچاق مخه ونیول شوه، چې غوښتل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵۸
Background image

دمیدان وردګ دایمیرداد کې بزګرانو ته دهوږې دکښت په هکله لازمې لارښونې وشوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
دمیدان وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د ډاکار مؤسسې او دایمیرداد ولسوالی دکرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت دمسؤلو کارمندانو له. . .

بازگشت