مالدارانو ته د معیاري چوپړتیاو وړاندې کولو په پار هڅې؛ کندهار کې پنځو پاراوټرنرانو ته روزنه ورکړل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۴:۱۵

۶ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
دکندهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره دهالینډ کمېټې له لورې د کندهار ولایت مالدارانو ته د اسانتیاوو برابرولو او د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته دزمینې برابرولو په پار پنځه پارا وټرنرانو ته روزنه ورکړل شوه.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ چارواکي وایي، چې د څارویو دغه روغتیا پالان تر شپږ میاشتنې دورې وروسته فارغ او اړوندو ولسوالیو ته د چوپړتیاو وړاندې کولو په پار لېږدول کېږي.
د څارویو یاد روغتیاپالان د کندهار ولایت د غورک، نېش، ارغستان، بولدک او کښته مېوند ولسوالیو کې مالدارانو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي، چې د فراغت سند ترڅنګ دوی ته ټول  د اړتیا وړ هغه توکي چې د یوه حیواني کلینیک لپاره اړین دي په واک کې ورکړل شوي دي، ترڅو په اړونده ولسوالیو کې ځایي مالدارانو ته لازم خدمات وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت