د کندهار په ۱۲ ولسوالیو کې د نصف عشر تر نامه لاندې سمینارونه دائرېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۰:۲
65656

د کندهاردکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی فضل الباري فضلي په لارښونه د کندهار په ۱۲ ولسوالیو کې د نصف عشر تر نامه لاندې هرې ولسوالۍ ته یو ورځنۍ سمینار دائرېږي.
 په یادو ولسوالیو کې  شاولیکوټ، لوړ شاولیکوټ، خاکریز، معروف، ارغستان، ژړۍ، ارغنداب، نیش، میانشین، پنجوائې، دامان، او ډنډ ولسوالۍ شاملې دي.
د یاد سمینارونو په ترڅ کې د ولسوالیو بزګرانو، د کلیو مخورو مشرانو او علما کرامو ته د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان تطبیق په هکله پوهاوی ورکول کېږي او د علماوو څخه په یاده برخه کې د هر ډول همکاري غوښتنه کېږي، چې په یاده برخه کې د اسلامي امارت سره همکار پاته شي. 
د یادونۍ وړ ده، چې د یادو لسوالیو څخه کښته شاولیکوټ، لوړ شاولیکوټ، خاکریز، پنجوائې او نیش ولسوالیو ته د نصف عشر تر نامه لاندې سمینارونه دائر شوي دي او پاتې نورو ولسوالیو ته به په راتلونکو ورځو کې سمینارونه دائر شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت