ننګرهار کې د جلغوزیو حاصل معلومولو او پلور په موخه له مسؤلینو او قومي مشرانو سره ناسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۵:۵۸
ننګرهار کې د جلغوزیو حاصل معلومولو او پلور په موخه له مسؤلینو او قومي مشرانو سره ناسته وشوه

۵ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار ولایت مقام په لارښونه د جلغوزیو د ساحي تثبیت او خرڅلاو په موخه یو پلاوي د استخباراتو رییس په مشرۍ چې په ترکیب کې د کرنې رییس، کلیو او پراختیا رییس، ننګرهار امنیه قومندانۍ مرستیال، خوږیاڼو ولسوال شامل وو ناسته ترسره کړه.
د استخباراتو استازي مفتي سعید الامین ساجد وویل د ننګرهار والي په لارښوونه یاد کمیسیون د جلغوزیو ساحو تثبیت او خرڅلاو په موخه جوړه شوې ده؛ چې نن د خوږیاڼو ولسوالۍ د غریزو سیمو مشرانو، مسؤلینو او سوداګرو سره د جلغوزیو خرڅلاو په موخه ناسته ترسره کېږي. 
ښاغلي ساجد وویل د جلغوزیو سوداګرو ته درې ورځې وخت ورکړل شو، ترڅو غر له نږدې وګوري او په راتلونکي کې په بولۍ کې برخه واخلي او یادو غرونو کې د جلغوزیو مېوه په مناسبه بیه وپلورل شي.
دغه راز د ټاکل شوي پلاوي له لورې په غره کې د جلغوزیو  اندازي تثبیت په موخه د خوږیاڼو ولسوالۍ د استخباراتو مدیر، فرامینو مدیر، قومنداني او کرنې مدیران وګمارل شول؛ ترڅو معلومات راټول کړي.
په یاده ناسته کې د خوږیاڼو امنیه قومندان، استخباراتو مدیر او کرنې ریاست د طبیعي سرچینو امر هم برخه اخیستي وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت