لوګر کې د عشر او زکات مدیره پلاوي د عشر ټولولو عاملینو له پروسې څارنه وکړه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۵:۵۶
لوګر کې د عشر او زکات مدیره پلاوي د عشر ټولولو عاملینو له پروسې څارنه وکړه

۵ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر ولایت د عشر او زکات مدیره پلاوی، چی د ولایت مقام، کرنې او مالدارۍ ریاست، استخباراتو ریاست او امنیی قومندانۍ استازو پکې ګډون درلود د مرکز پُل علم اړونده بابوس او بهاري حوزو د عشر ټولولو پروسې څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې په لړ کی یی د عشر ټولولو ټاکل شویو عاملینو کړنې یی له نږدې ولیدل، د عاملینو کړنې یې وستایلې او هغوی ته یې د شفافیت په کړنو کې د عدالت او صداقت همدا راز له خلکو سره په ځانګړې توګه له بزګرانو سره د ښه چلند اړوند لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
همدا راز د یادو دواړو حوزو بزګران او بڼوال د عاملینو له چلند راضي دي زیاتویچې سږ کال یې د تېرو کلونو په پرتله حاصلات ښه دي خو حاصلات یی په کمه بیه پېرل کېږي.
عشر او زکات د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم سره سم د کرنې او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندی له بزګرانو څخه ټولېږي، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د طرزالعمل په اساس له شفافې لارې د ا.ا.ا عوایدو ته جمع کېږي او په یادې پروسې کې د مرکز پُل علم په ګډون شپږیزو ولسوالیو لسګونه تنو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت