لغمان کې پر لسګونو بڼوالو د مرستې وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۵:۴۷
5454

۵ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي او د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت ۲۵۰ بڼوالو سره په بڼونو کې دکرکیلي په پار د سبو د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او د خاورې اماده کولو اړوندو توکو وېش لړۍ پیل کړی دی.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې ددې مرستې په لړ کې به د دې ولایت مزکز مهترلام او قرغیو ولسوالی پر ۲۵۰ بڼوالو یاد توکي ووېشل شي.
د یادې مرستې د وېش پرمهال د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل: «هرمستحق ته ۳۰ ګرامه د رومي بانجانو تخم، لس ګرامه کرم، یوکیلو د توربانجانو تخم،  لس کیلو توره او ۲۵ کیلو سپینه سره او په دې سربیره دخاورې اماده کولو لپاره بیلچه،کلنګ او کشه ورکول کېږي.»
په ورته مهال د لغمان دکرنې رییس د اکشن اېډ مؤسسې له ولایتي مسؤلینو مننه وکړه، چې د بڼوالۍ سکتور د پیاوړتیا په پار د بڼوالو لاس نیوی کوي. هغه د مؤسسې له مسؤلینو وغوښتل، چې دغه مرستې دلغمان ولسونو لپاره بسنه نه کوي او نورو ولسوالیو ته دې هم خپل فعالیتونه وغځوي د دې ترڅنګ دکرنې رییس  مرسته اخیستونکو ته سپارښتنه وکړه چې نوموړي تخمونه په خپلو بڼونو کې د مؤسسې د مسؤلینو دلارښوونو سره سم  وکري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت