فارياب ولايت کې د څړځايونو د تشخيص او سروې په پار د ټيمونو د کار او اجراآتو د پایلې په اړه غونډه دائره شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۵:۴۰
۱۱۱۱

۵ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رياست په مقام کې جوړه شوې غونډه کې په فارياب ولايت کې د څړځايونو د تشخيص او سروې په پار د ټيمونو د کار او اجراآتو د پایلې په اړه خبرې اترې شوې.
په دې غونډه کې، چې مشري یې د اراضي لوی رییس مولوی محمود مظلوم کوله ،د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل، د ارزونې، استملاک او بیا مېشتېدنې رییس مولوي حضرت محمد طيب، د څړځايونو رییس سيد خالد صاحب زاده او د کرنې وزارت يو شمېر سلاکارانو او مسؤلینو هم ګډون درلود.
په پیل کې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم فارياب ولايت کې د ټيمونو د کار او اجراآتو د پایلې او په ياده موضوع باندې د جوړ شوي راپور په اړه له مسؤلینو سره خپل نظر شریک کړ.
همدارنګه د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل هم د يادې موضوع په تړاو خبرې وکړې او په فارياب ولايت کې د څړځايونو د تشخيص او سروې د پايلې په اړه د ټيمونو له مسؤل مولوي حضرت محمد طيب څخه وغوښتل، چې خپل د کارونو په اړه معلومات وړاندې کړي.
ورپسې د اراضۍ لوی رياست د ارزونې، استملاک او بیا مېشتېدنې رییس مولوي حضرت محمد طيب د خپل د کار او اجراآتو په اړه وويل: «په فارياب ولايت کې د څړځايونو د تشخيص او سروې چارې په دېر چټکۍ سره پر مخ ولاړې او ټيمونه په دېر اخلاص او صداقت سره خپل مسؤلیت پای ته ورساوه.»
نوموړي زیاته کړه: «زموږ په کارونو کې يو شمېر ستونزې هم وې چې هغه ټولې موږ له ځان سره ياداشت کړي او زیار به وباسو چې په نورو ولايتونو کې دا ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي».

ښاغلي طيب وويل: د څړځايونو د تشخيص او سروې په اړه د هېواد نورو ولايتونو ته مخکې له دې چې ټيمونه واستول شي لمړی باید چې دې ټیمونو ته روزنيز ورکشاپ ورکړ شي.
د ارزونې، استملاک او بیا مېشتېدنې رییس فارياب ولايت کې د خپل کار د پايلې او د جوړ شوي راپور په اړه خبرې هم وکړې.
په پای کې د اراضۍ لوی رییس فارياب ولايت کې د ټيمونو له کارونو څخه مننه وکړه او مربوطه څانګو ته يې لارښوونه وکړه چې د ياد راپور د بررسۍ په اړه دې په ياده موضوع کې ښکېل د ادارو له استازو څخه یوه کميټه جوړه شي او وروسته له بررسۍ څخه دې د کرنې وزارت له رهبري سره د پرزنټېشن ورکولو له لارې موضوع وړاندې شي.
د اراضۍ لوی رییس د ارزونې، استملاک او بیامېشتېدنې رییس د خبرو په تاييد سره د کارکوونکو لپاره روزنيز ورکشاپ په ورکولو او سيمې ته د مسلکي او تجربه لرونکي کارمندانو د استولو په پار ټينګار وکړ.
د يادونې ده، چې فارياب ولايت څخه وروسته د هېواد شمالي ولايتونه لکه بلخ، بدخشان، کندز، تخار، جوزجان، بغلان، سمنګان او سرپل کې به هم د څړځايونو د تشخيص او سروې چارې ژر تر ژره پیل شي‌.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت