د ننګرهار دکرنې رییس د فارم جدید نیالګیو روزنځای له روانو فعالیتونو څخه لیدنه وکړه
۴ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۲۱صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د فارم جدید نیالګیو روزنځای بېلابېلې برخې ولیدلې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د طبیعي سرچینو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل د کرنې رییس ته د نیالګیو روزنې په برخه کې معلومات وړاندې کړل.
نوموړې وویل په یاد فارم کې مېوه لرونکي، بې مېوې او زینتي بوټي روزل کېږي او کرنې وزارت د کړنلارو مطابق په ننګرهار کې ادارو او ولسونو ته وېشل کېږي.
د طبیعي سرچینو امر زیاته کړه د تېرو سیلابونو له امله د فارم جدید نیالګیو روزنځای د اوبخور لښتي له منځه تللي وو؛ خو د کرنې ریاست د کاریګرو په مرسته یي یاد لښتي بېرته رغولي دي.
ښاغلي اتل د نیالګیو په روزنځایونو کې د کاریګرو کمي، اوبو کموالې او د ناروغیو پیښیدو پروخت د درملو نشتوالي او ځینو نورو برخو کې خپلي ستونزې د کرنې رییس سره شریکې کړې.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د فارم مسؤلینو څخه دمننې ترڅنګ هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي محسن وویل هڅه کوي په ننګرهار کې د نیالګیو روزنې مرکزونه پیاوړې کړي او معیاري ونې او نیالګي هېوادوالو ته وړاندې کړي.