ننګرهار کانال شرکت کې د زیتونو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۰:۵۰
ننګرهار کانال شرکت کې د زیتونو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې

د ننګرهار دکانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې کانال اړوندو فارمونو کې د زیتونو بڼونو د حاصلاتو زیاتولي په پار هلې ځلې کوي.
د ننګرهارکانال شرکت د هډې فارم امر انجنیر عزت الله وایي، چې په پلانې زیتون بڼونو کې د زیتونو د لوړ حاصل په موخه یې د مفت خورو د قطع کولو فعالیت پېل کړی دی.
انجنیر عزت الله وویل، چې د ښاخبرۍ چارې د پلان له مخې ۷۸۵ جریبه زیتون بڼونو کې اصلاحي ((مزاحم، وچ، ناروغ او داسې نور) څانګې غوڅې او ښآخبري به په کې ترسره شي.
نوموړي وویل، چې مفت خواره / مفت خورې د زیتون بوټي ته د غذا د رسېدو مخنېوي کوي ځکه د بوټي ټوله غذا همدا مفت خواره خوري، د مفت خورو نمو د اصلي بوټي نه تېزه وي. 
هغه زیاته کړه: «ددې لپاره چې موږ د زیتونو پراخه حاصلات ولرو او زیتون بوټي ښه وده وکړي نو اړينه ده، چې دا مفت خورې قطع شي، په همدې موخه موږهم په یادو زیتون باغونو کې د مفت خورو د قطع کولو چارې چټکې روانې کړي».
زیتون له مدیترانه یي نباتاتو څخه دی، چې کال کې یووار ترې حاصل راټولېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت