کندهار کې د جوارو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۹:۴۰
54545

په کندهار کې سږ کال د جوارو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، چې سږ کال یو شمېر کروندکرو په خپلو ځمکو کې جوار کرلي، چې ورسره ددې ولایت د جوارو کروندې ډېر شوي او د تېرکال په پرتله به د جوارو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالي رامنځته شي.
بزګران وايي، چې د حاصلاتو کچه يې ښه وه، چې لامل یېد کرنې رياست له لوري پر وخت دوى ته اصلاح شوي تخمونه او نور امکانات رامنځته کول دي، او که له دوی سره د مرستې ډېر شي د دوى د حاصلاتو کچه به څو برابره نوره هم لوړه شي.
سږ کال د کندهار بزګرانو ۸۵۰ هکټاره مۍ، ۱۸۰ هکټاره سویابین، ۱۶۰ هکټاره لوبیا او ۵۵۰۰ هکټاره د جوارو کرکېله کړي چې د تېر کال په پرتله د جوارو په کرکېله کې ۱۰ سلنه زیاتوالې راغلي. 
د یادونې وړ ده چې کندهار کې دتېر کال په پرتله د جوارو ترڅنګ د ریحانو په کرکېله کې هم د پام وړ زیاتوالې راغلي وو او ډېری کروندګر جوار او ریحان د کوکنارو ښه بدیل یادوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت