د هلمند ګرمسېر کې لسګونه بزګران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۸:۲۴
د هلمند ګرمسېر کې لسګونه بزګران وروزل شول

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د ګرمسېر په ولسوالی کې لسګونو بزګرو ته  نباتي کنو، حشراتو او ناروغیو مخنیوی او په کروندو کې د کیمیاوي درملو د کارولو په اړه زده کړې ورکول شوې.  
په دې لړ کې بزګرو ته د بېلابېلو نباتي ناروغیو مخنیوی، کتاري کرنې، اوبولګولو، د بیکاره وښو لیرې کولو، د کیمیاوي سرې کارونې او نورو برخو کې هر اړخیزې زده کړې ورکول شوې.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالی بزګرانو د کرنې ریاست له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې له دوی سره دې د کیمیاوي درملو ترڅنګ د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته وشي.
د هلمند ولایت کرنې ریاست هڅه کوي، چې د ګرمسېر ولسوالی په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د هالند کمېټې د چارواکو ترمنځ لیدنه

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د هالند کمېټې  مرستیال ډاکتر عبدالقادر فخري، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې د عامې روغتیا ساتني لپاره نږدې دوه زره څاروي معاینه شوه

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د مالدارۍ آمریت له لورې د کندهار د  ډنډ ولسوالی مسلخ کې د مالدارۍ مسؤلینو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د کندهار معروف کې ۱۰ باب د انګورو ټرایلس‌ بڼونه اړمنو بزګرانو ته ووېشل شول

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ مؤسسې (آر.او.پي) په تخنیکي همکارۍ او د. . .

بازگشت