د ننګرهار کانال شرکت په خوست کې خپله څانګه پرانیستله

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۱:۹
د ننګرهار کانال شرکت په خوست کې خپله څانګه پرانیستله

د ننګرهار کانال شرکت چاراوکي وایي، چې هېوادوالو ته د اسانتیا، د زیتونو تېل، اچارو او د زیتونو فابریکې بېلابېلو تولیداتو ته د بازارموندنې په موخه خوست کې خپله څانګه پرانیستله.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظيم وویل، چې دا چاره د زيتونو فابريکې توليداتو لپاره د هېواد دننه او بهر د پلور او بازار موندنې په موخه ترسره شوې ده. 
د ننګرهار کانال شرکت د زیتونو فابریکې دغه څانګه د خوست ښار کې پرانیستل شوه، چې په کې ددې فابریکې تولید شوي اچارو، د زتونو تېل، صابون او نور تولیدات پلورل کېږي.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې د زيتونو فابرېکې توليداتو لپاره په پلازمېنې کابل کې هم نوی څانګه پرانیستل شوه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت