لغمان کې مالدارو کورنیو سره د لبنې محصولاتو  د پروسس توکو مرسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۱:۱
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ډاکار موسسې په همکارۍ ددې ولایت د علیشنګ ولسوالی شلو کورنیو سره د لبني محصولاتو د پروسس په موخه توکي ووېشل شوې. 

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ډاکار موسسې په همکارۍ ددې ولایت د علیشنګ ولسوالی شلو کورنیو سره د لبني محصولاتو د پروسس په موخه توکي ووېشل شوې. 
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې په دغو وېشل شویو توکو کې د لبني محصولاتو د پروسس ۱۵ توکي او د حفظ الصحې اړوند توکي شامل دي، چې د ډاکار خیر مؤسسې په همکارۍ چمتو شوي دي
د لغمان د کرنې رییس د ډاکار خیریه مؤسسې له ولایتي مسؤلینو مننه وکړه، چې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په پار د مالدارانو لاس نیوی کوي او د مؤسسې له مسؤلینو وغوښتل، چې دغه مرستې دلغمان ولسونو لپاره بسنه نه کوي او نورو ولسوالیو ته دې هم خپل فعالیتونه وغځوي د دې ترڅنګ دکرنې رییس  مرسته اخیستونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له یادو وسایلو څخه سالمه ګټه واخلي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۴۳
Background image

بغلان ولایت کې د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او د چارو د لا ښه والي په موخه غونډه دایره شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بغلان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات راتولولو آمریت له لوري د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۹
Background image

د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالی کې د اوبو د سپما پروژو چارې پیل شوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د اوبو سپما، کرنیزو ځمکو خړوبولو او د اوبو د مدیریت د ښه والي په موخه د څو مهمو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
 د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو له لوري د لرګیو د ناقانونه قاچاق مخه ونیول شوه، چې غوښتل. . .

بازگشت