ننګرهار کې د وټرنرۍ کلنیک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۹:۳۱
ننګرهار کې د وټرنرۍ کلنیک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو 

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ او اروپایي ټولنې په مالي لګښت دشېرزادو ولسوالی پېټلو کلي کې د وترنرۍ کلنیک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دياد کلنیک دګټې اخیستو په مراسمو کې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، د اقتصاد رییس مولوي عطاالرحمن فاتح، شېرزادو ولسوالی قومي مشرانو،مالدارۍ امر، هالینډ کمېټې استازو او نورو مسئولينو حضور درلود.
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن  وویل، چې د مالدارۍ یاد کلنیک دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې لخوا جوړ او مسؤل پارا وټرنر ته وسپارل شو.
نوموړي وويل په شېرزادو ولسوالی کې ډېری غټ او واړه څاروي د څارویو د چوپړتیاوو بې برخې وو،  چې ددې کلینیک په جوړولو سره د درملو ترڅنګ واکسینونو، درملنې او لازمو مشورو سره د مالدارۍ سکتور کې مثبت بدلون رامنځته کېږي.
هغه زياته کړه یاد داکتر ته د هالینډ کمېټې له لورې  شپږ میاشتي د مالدارۍ او وترنرۍ خدمتونو په برخه کې روزنه ورکړل شوې وه؛ چې نن ورته د کلنیک اړوند وسایل او درمل هم ورکړل شو.
ښاغلي محسن زیاته کړه دیاد کلنیک لپاره یو عراده هونډا موټر سایکل، یو پایه لمریز یخچال، مکمل لمریز سیستم، ۶۶ قلمه وټرنري تخنیکي کڅوړه، ۳۳ قلمه لوجستیکي کڅوړه او ګڼ نور وسایل ورکړل شو،  ترڅو مالدارانو ته ښه او بهتره چوپړتیاوې وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت