د کندهار دامان کې پر لسګونو مالدارانو د مالدارۍ کڅوړې ووېشل شوې 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۵:۵۹
د کندهار دامان کې پر لسګونو مالدارانو د مالدارۍ کڅوړې ووېشل شوې 

۱۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
دکندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکټېډ» موسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د دامان ولسوالی پر ۲۹۱ مالدارانو د مالدارۍ کڅوړې وېشلي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې یادو مالدارانو ته د څارویو حیواني خوراکي توکو او د حیواني ناروغیو مخنیوی په اړه روزنه هم ورکړل شوې ده چې په تعقیب یې یادو مالدارانو سره د اړینو توکیو مرسته هم ترسره شوه.
ددغو مرستو په لړ کې هر یوه تن ته د شېدو یو عدد سطل، د شېدو د ساتلو ډبه، د شېدو لوټه، د شېدو فلتر او د څارویو د تقویې لپاره منرالي خښتې ورکړل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د مستحقو کورنیو د سروې لړۍ د یو ګډ پلاوي لخوا مخکې  ترسره شوې ده.
دکندهار کې د کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو د بېلابېلو برنامو له لارې د بزګرو او مالدارو لاسنیوی وکړي ترڅو ددوی په کرنیز او مالدارۍ اقتصاد کې بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

کندهار کې د بزګر او مالدار ورځې په مناسبت ځانګړي پروګرامونه ترسره شول؛ د ۱.۳ میلیونه ډالرو پراختیایي پروژې لاسته راوړنې شریکې شوې

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ادارې «یوان‌اوډي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

د کندهار ارغستان کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالی په «میوو» سیمه کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو یو چکډېم، د بشپړې تخنیکي څارنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۸:۲۵
Background image

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» له رییس او استازي، سټیفن رودریګز، سره وکتل او د کرنې، اوبو. . .

بازگشت