د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټه د ناورین پر وړاندې د غبرګون او نوښت پروژې د اعتبار ورکولو ورکشاپ دائر کړ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۲:۱۷
کمیته هالند برای افغانستان ورکشاپ «اعتبار دهي نوآوري و واکنش علیه فاجعه» را دایر کرد

۱۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان لپاره د هالنډ د کمیټې چارواکو د ځواب ورکونې او اعتبار وکونې په موخه د کابل په کانټینینټال کې د « د ناورین پر وړاندې د غبرګون او نوښت پروژې د اعتبار ورکولو» ورکشاپ دائر کړ.
د ناورین پر وړاندې د غبرګون او د نوښت د پراختیا پروژه د هالنډ کمیټې په همکارۍ، په 2022 کال کې د پنځه میلیونه او ۳۲۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت په فعالیت پیل وکړ، چې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې په نېغه او نانېغه توګه ۱۶۶زره او ۷۰۰ کسان ترې برخمن شوي دي. دغه پروژه د ۲۰۲۴ ام کال د ډسمبر په ماشت کې بشپړېږي.
 د دې پروژې له لارې پاراوټرنران روزل کېږي او د حیواني کلینیکونو ملاتړ کېږي او دغه راز د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د څارویو واکسینونه یې پلي کړي او دڅارویو د ناروغیو درملنه  کېږي. د دې ترڅنګ د کم عاید لرونکو مالدارانو لپاره د مرستو د وېش او د څارویو د خوړو د تولید مرکزونه او د شېدو د راټولولو مرکزونه جوړ شوي او جوړېږي.
دغه راز د دغې پروژې په همکارۍ له هغو کورنيو سره چې د طبيعي پيښو له امله زيانمنې شوې دي مرسته شوې ده او د لبنياتو د راټولولو او توليدولو توکي او د چرګانو د روزنې وسايل هم وېشل شوي دي.
په دې پروګرام کې د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال، د مالدارۍ او څارویو د روغتیا لوی رییس، د هالنډ د کمیټې لوی رییس او مرستیالانو، د ولایتونو د کرنې رییسانو، د افغانستان لپاره د هالنډ د کمیټې مسوولینو، د کرنې وزارت د مالدارۍ رییس، د یادې کمېټې او د کرنې وزارت یوشمېر سلاکاران او چارواکو ګډون کړی و.
په دې پروګرام کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هېواد د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د هالنډ د کمېټې د فعالیتونو قدرداني وکړه او په افغانستان کې یې د زېربنایي او دوامدارو کارونو په ملاتړ ټینګار وکړ.

کمیته هالند برای افغانستان ورکشاپ «اعتبار دهي نوآوري و واکنش علیه فاجعه» را دایر کرد
۱۶ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
مسوولین کمیته هالند برای افغانستان، ورکشاپ «اعتباردهي نوآوري و واکنش علیه فاجعه» را به هدف پاسخ‌دهی و اعتباردهی در کانتیننتال کابل برگزار نمود.
پروژه «توسعه نوآوری و واکنش علیه فاجعه» به‌همکاری کمیته هالند در در 17 ولایات کشور، به‌هزینه پنج میلیون‌و 324 هزار دالر درسال 2022 آغاز به فعالیت نمود که 166 هزار و 700 تَن را به طور مستقیم و غیر مستقیم مستفید ساخته است، این پروژه در دسمبر 2024 تکمیل می‌گردد.
از طریق این پروژه پاراوتران آموزشدیده و کلینیک‌های حیوانی حمایت می شوند و همچنان واکسین‌های حیوانی را در ولایت های مختلف کشور تطبیق کرده و  امراض حیوانی تداوی می شوند. در کنار آن برای مالداران کم‌توان نیز کمک توزیع و مراکز تولید خوراکه حیوانی ساخته و مراکز جمع‌آوری شیر ایجاد شده و می‌شود.
هم‌چنان در همکاری این پروژه، برای خانواده‌های که از آفات طبیعی زیان‌مند شده اند کمک صورت گرفته و  وسایل جمع‌آوری و تولید لبنیات  و وسایل مرغداری توزیع شده است.
در این برنامه معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی، رییس عمومی کمیته هالند و معاونین آن، رییسان زراعت ولایات، مسوولان کمیته هالند برای افغانستان، رییس مالداری وزارت زراعت، مشاورین و شماری از مسوولین این کمیته و وزارت زراعت اشتراک نمودند.
معین زراعت و مالداری در این برنامه از فعالیت‌های کمیته هالند در سکتور زراعت و مالداری کشور قدردانی کرده و تاکید بر کار زیربنایی و دوامدار در افغانستان کرد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت