سږ کال ننګرهار کې د زیتونو حاصلات څه باندې ۱۳۰۰ ټنه اټکل شوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۰:۵۸
سږ کال ننګرهار کې د زیتونو حاصلات څه باندې ۱۳۰۰ ټنه اټکل شوي

۱۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږ کال به د زیتونو فارمونه د اټکل له مخې تر ۱۳۱۹ ټنه حاصل ورکوي او زرګونه لیټره خالص تېل به ترې تر لاسه شي.
د ننګرهار د کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وایي، چې تېر کال د زیتونو حاصلات ۴۰۲ ټنه و، خو سږ کال به شاوخوا ۱۳۱۹ ټنه حاصل ولري، چې تېر ته په کتو څو چنده زیاتوالی ښيي.
ښاغلی کظیم دغه راز وویل، چې د زيتونو د اچارو او تېلو تولید هم د ننګرهار د زیتونو په فابریکه کې کېږي.
کظیم زیاتوی: «سږکال به د ننګرهار کانال اړوند د زیتونو له بڼونو څخه ۱۳۱۹ ټنه حاصل تر لاسه شي او تېر کال دا شمېره۴۰۲ ټنه وه. د حاصل د زیاتوالي لامل د زیتونو بڼونو ته پاملرنه او د یادو بڼونو سمه ساتنه ده.»
همدا راز نوموړي زياته کړه، چې د ننګرهار د کانال ریاست اړوند پر ۳۱۰۰ هکټاره ځمکه د زیتونو بڼونه جوړوو. د دې بڼونو ډېرې ونې د کورنیو جګړو پر مهال له منځه وړل شوې دي، چې له نېکه مرغه په وروستیو کلونو کې پر ۵۵۰ جریبه ځمکه د زیتونو نوي بڼونه جوړ شوي او اوسمهال یې یوازې نږدې ۱۸۰۰ هکټاره بڼونه زیتون ورکوي، خو ښاغلی کظيم وايي، په پلان کې لري چې ننګرهار کې پر نوره ځمکه هم د زیتونو بڼونه جوړ کړي.
د کانال ریاست د مسولینو په وینا، د زیتونو دغو بڼونو کې سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه هم برابر شوي.
د مالوماتو له مخې د ننګرهار زیتونو افغانستان پر اسپانيا، ایټاليا، یونان او امريکا سربېره د ۲۵ نورو زیتون تولیدوونکو هېوادونو په کتار کې درولی دی.
ننګرهار دهېواد د هغو ولایتونو په ډله کې دی، چې د زیتونو حاصلات په کې ډېر دی او هر کال د دې مېوې د حاصلاتو زیاتوالی په پار هلې ځلې کېږي. د ننګرهار کانال شرکت پلان لري، چې ننګرهار کې پر لسګونه هکټاره ځمکه د زیتونو تازه بڼونه جوړ کړي.
زیتون له مدیترانه یي نباتاتو څخه دی، چې کال کې یووار ترې حاصل راټولېږي او تر پروسس وروسته لس سلنه د زیتونو تېل ترې لاسته راځي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت