د هلمند بولان څېړنیز فارم کې د تجربوي تخمونو له کروندو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۳:۵۹
د هلمند بولان څېړنیز فارم کې د تجربوي تخمونو له کروندو څخه څارنه وشوه 

۱۵ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست اړوند د سوېل لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو آمر قاري مولوي بشیراحمد (حمدالله) او اړونده کارکؤنکو له لوري دبولان څېړنیز فارم کې د تجربوي تخمونو له کروندو څخه لیدنه وشوه.
دبولان څېړنیز فارم کې دامهال پر بېلابېلو بوټو لکه سابه، جوار، سویابین، مۍ او پنبې پر تخمونو تحقیق او څېړنه د مسلکي کارکوونکو لخوا روانه ده چې له دغو تحقیقاتي کروندو څخه له نږدې څارنه او ارزونه ترسره شوه.
دیادې څارنې پر مهال د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو آمریت مسؤلینو له لوري اړونده کارمندانو ته د څارنې پر مهال په بېلابېلو برخو کې د ښو تخمونو لاسته راوړلو په موخه لازمې لارښؤنې وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت