هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو خصوصي شرکتونو سره ناسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۳:۲۵
هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو خصوصي شرکتونو سره ناسته وشوه

۱۵ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سوېل لویدیځ زون د تخمونو تصدیق ورکولو آمر قاري مولوي بشیراحمد په مشرۍ د اصلاح شویو تخمونو تولیدي شرکتونو او دولتي تصدۍ له مسؤلینو سره ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې د ٨ خصوصي شرکتونو او دهلمند ولایت د اصلاح شویو تخمونو تصدۍ آمریت مسؤلینو ترڅنګ دکرنې ریاست مسلکي کارکؤنکو برخه اخیستې وه. 
په یاده ناسته کې د کروندو د ارزونې کړنلاره، د تخمونو د ازموینې لابراتواري مراحلو او په زېرمتونو نو کې د اصلاح شویو تخمونو ځای پر ځای کولو په اړه له ګډونوالو سره لازم معلوماتونه شریک شو.
همدارنګه د اړونده تولیدي شرکتونو مسؤلینو له لوري یو شمېر ستونزې او غوښتنې د تخمنو تصدیق ورکولو آمر سره شریکې شوې، چې د حل په برخه کې د اصولي همکاریو ډاډ ورکول شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت