نیمروز کې د سبو د ناروغیو مخنیوی په پار هڅې
۱۵ زمری ۱۴۰۳ه.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
د نیمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین مدیریت کارکوونکو لخوا، د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالی د رییس کلي کې د سبو له یوشمېر کروندو لیدنه وشوه.
په یادو کروندو کې سابه په یو ډول ناروغۍ اخته شوې وه، چې د یادو کارکوونکو لخوا یې تر تشخیص وروسته په اړه بزګرو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
په ورته مهال نوموړو بزګرو ته پر وخت د اوبو لګولو، حاصلاتو راټولولو او بېلابېلو ناروغیو مخنیوی په برخه کې لازم پوهاوی هم ورکړل شو.