لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۱:۵۸
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۱۵ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دارشاد، حج او اوقافو رییس مولوی فیض محمد حقاني په مشرۍ د ددې ولایت دکرنې ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پیل کې د ګډ تخنیکي پلاوی د غړیو په مشرۍ د ارشاد حج اوقافو رییس مولوي فیض محمد حقاني د تېرې غونډې د پرېکړو دتطبیق په اړه ارزونه وکړه او وې ویل هغه ساحې چې تراوسه پورې د فني پلاوی لخوا نه دي لیدل شوي باید ژر تر ژره یې فني پلاوی له نږدې وګوري او د رهنمود مطابق یې ترتیب او مرکزي کمېسیون ته یې واستوي.
دغه راز په دې غونډه کې د قضایې امارت دامر لخوا په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول.
په یاده ناسته کې د مرکز کټل، د قرغیو ولسوالی د صفوخېلو، کاکڅ، د دولت شاه ولسوالی او د مرکز اړوند د علي خېلو دسیمې د خلکو د ځمکو په سر دوسیې با ندې بحث او خبرې وشوې بیا  د دواړو لورو څخه څرګندونې واورېدل شوې او د نوي کار د بندېدو په اړه استعلامونه ورکړل شول.
په پای کې یو شمېر هغه دوسیې چې د محکمې اړوندې وې محکمې ته او هغه دوسیې چې کرنې ریاست پورې مربوط وې اړوندو مراجعو ته واستول شوې.
په پای کې دچارو د لا ښه پرمختک په موخه لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت