د ننګرهار بهسودو کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۹:۵۸
د ننګرهار بهسودو کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۱۴ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د بهسودو ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې دحيواني او نباتي  درمل پلورونکو هټيو څخه څارنه او کنټرول ترسره شوه. 
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چترلاندې بهسودو ولسوالی د ترویج مدیریت ګډ پلاوي د بهسودو ولسوالی په مختلفو کلیو کې  یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل.
دغه څارنه بزګرانو او مالدارانو ته د معیاري چوپړونو د وړاندې کولو په پار ترسره شوي دي.
په دغه څارنه کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه، د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالۍ او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونو څارل شامل دي.
د دغه کنټرول موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو  پلور مخنیوی، مالدار ته نسخې ورکول،  په خپل سر د هټيو پرانیستلو مخنیوی او د غير قانونې درمل پلورولو مخنیوی دی. 
دغه راز ددې څارنې په ترڅ کې یو اندازه تاریخ تېري درمل راټول شوي. ددې کنټرول په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایي  نوي کړي.
  همدارنګه  درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانیستلو، د غیر مسلکي کسانو ګمارنې، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
دغه څارنې او ارزونې ددې لامل کېږي چې، درملتونونه او د وترنرۍ د برخې فعالین خپلو مشتریانو ته معیاري او په ښه کیفیت برابر چوپړتیاوې وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۴۳
Background image

بغلان ولایت کې د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او د چارو د لا ښه والي په موخه غونډه دایره شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بغلان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات راتولولو آمریت له لوري د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۹
Background image

د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالی کې د اوبو د سپما پروژو چارې پیل شوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د اوبو سپما، کرنیزو ځمکو خړوبولو او د اوبو د مدیریت د ښه والي په موخه د څو مهمو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
 د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو له لوري د لرګیو د ناقانونه قاچاق مخه ونیول شوه، چې غوښتل. . .

بازگشت