د بزګرانو اضافي غنم پېرل او زېرمه کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۵:۵۴
د بزګرانو اضافي غنم پېرل او زېرمه کېږي

۱۳ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې، د بزګرانو اضافي غنم د اسلامي امارت لخوا پېرل کېږي او په سیلوګانو کې ساتل کېږي. په بېړنیو حالاتو کې، یا که په بازار کې د غنمو او وړو بیه لوړه شي، دغه غنم بېرته بازار ته وړاندې کېږي ترڅو د غنمو بیه کنټرول شي.
کندز، تخار، بدخشان، هلمند، سمنګان، کندهار، هرات، فراه، بلخ، سرپل، فاریاب، نیمروز او بادغیس هغه ولایتونه دي چې اضافي غنم لري. د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې۳۸ زره او ۸۰۰ مټریک ټنه اضافي غنم شته، چې د اسلامي امارت لخوا پېرل کېږي او د همدې ولایت یا زون په سیلوګانو کې زېرمه کېږي.
د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجی سالم» په مشرۍ یوه کمېټه ګمارل شوې، چې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ، د مالیې وزارت، د غلودانو د زېرمه کولو ریاست، د ترویج ریاست، مالی ریاست، د خصوصي سکټور ریاست، د اړوند ولایت د کرنې ریاست او د سرې میاشتې ټولنې استازي په کې شامل دي. دغه کمېټه دیاد پلان د پلي کولو مسوولیت لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د بزګرانو اضافي غنم په سیلوګانو کې زېرمه کړي ترڅو په بازار کې د بیې د لوړوالي مخه ونیسي او په مناسب وخت کې یې بازار ته وړاندې کړي.

گندم مازاد دهاقین خریداری و ذخیره سازی می‌شود
۱۳ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
بر اساس حکم عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله، گندم مازاد دهاقین توسط امارت اسلامی خریداری و در سیلوها ذخیره سازی می‌شود و در موقع اضطرار یا بلند رفتن قیمت گندم یا آرد در بازار دوباره به بازار عرضه تا قیمت گندم کنترول گردد.
ولایات کندز، تخار، بدخشان، هلمند، سمنگان، قندهار، هرات، فراه، بلخ، سرپل، فاریاب، نیمروز و بادغیس ولایاتی اند که گندم مازاد دارند.
۳۸ هزارو ۸۰۰ متریک تن گندم در ۱۳ ولایات کشور مازاد بود که توسط امارت اسلامی خریداری در سیلوها همان ولایت یا زون ذخیره سازی می‌گردد.
کمیته‌ای به سرپرستی ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت با اشتراک نماینده گان از ادارت معاونیت اقتصادی ریاست الوزرا، وزارت مالیه، ریاست ذخیره سازی غله جات، ریاست ترویج، ریاست مالی، ریاست سکتور خصوصی، ریاست زراعت ولایات مربوطه و سره میاشت تعیین شده است تا این پلان را تطبیق نمایند.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد تا به ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین در سیلوها از افزایش قیمت در بازار جلوگیری و در زمان مناسب آن به بازار عرضه نماید.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت